IQNA

د بیت الله الحرام حاجیان  د منا سپيڅلي ټاټوبی ته تللي (فیلم)

7:26 - June 27, 2023
د خبر لمبر: 3487536
ایکنا-(مکه مکرمه) د بیت الله الحرام حاجیان د حج د لومړنیو مناسکو دپیلولو لپاره  چې شپږ ورځې اوږدیږي ، پرون  د منا  ټاټوبي او مشعر الحرام ته لاړل.

ایکنا د الاخباریه له قوله راپور راکړ،  د بیت الله الحرام حاجیان  بله شپه د حج د مناسکو د پيلولو لپاره  د منا ټاټوبی ته روان شوي او پرون رسیدلي دي. حاجیانو د قدوم طواف له ترسره کولو وروسته  پرون منا ته ورسیدل څو د پیغمبر اکرم(ص) دسنت په اساس ،د ذي الحجه په اتمه ورځ  ترویه مناسک( البته د عربستان د کال هیندارې پّ اساس پرون) ادا کړي. د بیت الله احرام حاجیانو په  ترویه ورځې یعني پرون دغه ذکر تکرار  کړ و چغې ئې پورته کړې ؛؛؛   «لبَّيْك اللهم لبَّيْك، لبَّيْك لا شريك لك لبَّيْك، إن الحمد والنعمة لك والملك، لا شريك لك لبَّيْك».

د حج مناسک له ترویه ورځ څخه پیلیږي چې پرون پیل شوي دی.

حاجیان د ذی الحجې په نهمه ورځ د وقوف لپاره دعرفات صحرا په لور ځي ،دلته هم د ماسپښین او مازدیګر لمونځ  ادا کوي او بیا د مزدلفه په لور روانیږي او شپه هلته تیروي.

د ذی الحجې د لسمې ورځې په سهار  هم حاجیان د عقبه رمي جمارات لپاره منا ته بیرته ګرځي ،دخپلو سرونو ویښتان  کټوي یا ئې لنډوي  او قرباني ذبح کوي . بیا له هغه ځایه د افاضه دطواف لپاره  کعبې شریفې په لور حرکت کوي.  

حاجیان د تشریق د ورځو د تیرولو لپاره منا ته بیرته ګرځي او  له دې وروسته ،د طواف او الوداع لپاره مکې ته ځي او مناسک   حج  هم پاي ته رسوي.

دعرفات صحرا  او د منا خیمې  د حج تمتع  د زیارتوالو لپاره  تیارې شوي دی. سعودیانو  دمنا په ټاټوبي کې تیارې شوي خیمې تقسیم بندي کړي دي څو مختلف هیوادونه  ئې د حاجیانو د شتون لپاره مجهزې کړې .

په یوه ویډیوئي کلیپ کې د منا ټاټوبی فضائی  انځورونه ستانو خدمت ته وړاندې کیږي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4150404

 

captcha